په ایران کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته زرګونه کسان بېکاره شوي دي. د ایران د کارګرانو اتحادیې ویلي چې زرګونه کارګران د کرونا ویروس له وېرې خپلو دندو ته نه شي تللی او دمګړی کورناستي دي. ددوی په خبره له بلې خوا دغه کارګران تنخوا او پیسې نه لري نو ښايي په ژوند کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وي. دغه اتحادیې له حکومت غوښتي چې د کارګرانو لپاره د ملاتړ ځانګړي تدابیر ونیسي ځکه دوی له روغتیايي او نورو بیمو بې برخې دي نو که احتیاط و نه شي ښایي یو بل بحران رامنځ ته شي.