د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مشر او کارپوهانو د روانې مېلادي میاشتې په پنځمه نېټه په ژنيو کې د نوي کرونا ويروس په اړه په یوه مطبوعاتي غونډه کې ویلي، چین له کرونا ویروس سره ښه مبارزه کړې ده او په دې برخه کې د چين بريالۍ تجربې د ټولې نړۍ لپاره د زده کړې ښه سرچینه ده. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مشر تېدروس ادهانوم ویلي، ((له بېجينګ څخه زموږ د ليدنې پرمهال دا څرګنده شوه، چې چين له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ګټور تدبيرونه نيولي او د چین ولسمشر شي جين پينګ له دې ويروس سره د مبارزې مشري پر خپله غاړه اخیستې ده.)) نوموړي ویلي، د چین هر وګړی له یاد ویروس سره مبارزه خپله دنده ګڼي او که د نړۍ ټول خلک دا کار وکړي کرونا ویروس ته به ماتې ورکړل شي.