دوو امریکایي رسنیو راپور ورکړی دی چې د سعودي حکومت له لوري نیول شویو د ال سعود کورنۍ دوو غړیو د کودتا هڅه کوله. د وال سټریټ ژورنال او بلومبرګ خبري رسنیو د راپورونو له مخې، احمد بن عبدالعزیز او محمد بن نایف چې د سعودي حکومت د خیانت په تور نیولي دي په اصل کې دوی هڅه کوله د سعودي پر اوسني حکومت باندې کودتا وکړي. بلومبرګ سعودي حاکم نظام ته د نږدې سرچینو له قوله ویلي، احمد او بن نایف په دې هڅه کې وو چې د سعودي د واک پر ګدۍ ناسته شاهي کورنۍ بېواکه او ورباندې کودتا وکړي. د یادونې ده چې نن سعودي حکومت د یادو دوو شهزادګانو له نیول کېدو خبر ورکړ او له جزیاتو پرته یې ویلي چې دا دوه کسان یې د خیانت په تور نیولي دي. د سعودي حکومت د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان تر معرفي کېدو وروسته په دې هېواد کې د حاکمې کورنۍ پر وړاندې حساسیتونه په ډېرېدو دي.































