د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، کرونا لا تر اوسه په افغانستان کې ټولنې ته نده دننه شوې او که خلک د عامه پوهاوي په برخه کې لازمه همکاري وکړي نو د اوس په څېر به یې پر کنټرول برلاسي وي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، تر اوسه په هرات کې د یادې ناروغۍ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي. هغه ویلي، دا ناروغي له هغو کسانو سره راغلې ده چې تازه له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي وو. فیروز زیاته کړې، پر کرونا ویروس اخته کسان اوس د هرات ولایت په حوزوي روغتون کې تر جدي مراقبت لاندې دي. فیروز ټینګار کړی دی چې دغې ناوړه ناروغۍ تر اوسه ټولنې ته درز نه دی پیدا کړی او که چېرته ټولنې ته دننه نشي نو کنټرول یې اسانه او د اندېښنې وړ نه دی. فیروز له خلکو غوښتنه کړې ده چې په هرات ولایت کې دې په غونډو کې له ګډونه ډډه وکړي او په خبره یې، په دغه ولایت کې به سر له سبا ټول سرپټي ځایونه دواپاشي شي. تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ۱۱۹ شکمنې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې څلور مثبتې او پاتې نورې یې لا هم نه دي تشخیص شوي.