هندي پوځ د کشمیر په کوپوارا سیمه کې پر څو پاکستاني اهدافو د (ای ټي جي ایم) په نامه ټانک ضد توغندي چې له اسراییلي شرکت څخه یې اخیستي وو توغولي دي. د اي ان ای خبري اژانس د خبر له مخې، هندي پوځ دا توغندي وروسته تر هغه پر پاکستاني اهدافو توغولي دي چې د پاکستان پوځیانو له اوربنده سرغړونه وکړه او هڅه یې وکړه چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ته ترهګر ولېږدوي. د یادونې ده چې وړاندې تر دې ځینې پاکستاني رسنیو راپور وکړی و چې هندوستان جمو او کشمیر کې د پاکستاني پولې ته څېرمه د ای ټي جي ایم په نامه توغندي ځای پر ځای کړي دي. د هندي پوځ مشر مانوج موکند ناراوان ویلي، که چېرته پاکستان له پارونکو اقداماتو لاس وانخلي نو نه هېرېدونکی درس به ورکړي. تر اوسه د یادو توغندویي بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.






































