د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د له منځه تګ وروستی وخت ښايي ډېر لرې وي. ددغه سازمان غړو په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا به نیکمرغي وي که د روان اوړي تر پایه دکرونا ویروس په ټوله نړۍ کې له منځه لاړ شي. ددوی په خبره دا وړاندوینه هم په هېڅ ډول ثبوت نه ده ولاړه یوازې ویلی شي چې ښایي د اوړي تر پایه ویروس د نړۍ په کچه ختم شي او یا درمل ورته جوړ شي. کرونا ویروس دمګړی د نړۍ په ۹۰ هېوادونو کې خپور شوی دی. تر دې دمه ۱۰۲زره کسان ورباندې اخته شوي دي.۳۴۹۷ کسه یې وژلي دي او تر ۵۷ زره ډېر کسان بېرته ترې رغېدلي دي.






































