په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو ډاکټرانو او روغتیا پالانو شمېر ۱۱ ته ورسېد. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د شنبې په ورځ هم په بیلو ښارونو کې درې مشهور ډاکټران په کرونا د اخته کېدو له امله مړه شوي دي. ایراني چارواکو تازه ویلي چې د کرونا له امله په ایران کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۴۵ کسانو ته رسېدلی دی. همدا راز شپږ زره کسه نور په دې ویروس اخته شوي دي چې ایران وایي بېړنۍ درملنه یې روانه ده. د ایران روغتیایي بنسټونه وایي چې په کرونا ویروس په اخته کسانو کې ګڼ ډاکټران او روغتیا پالان هم شامل دي. ایران تر چین وروسته د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډېرې پېښې لري. چین بیا په تازه راپورونو کې ویلي چې په عاجلو او بې مخینې اقداماتو یې د کرونا ویروس د پراختیا مخه نیولې ده.






































