د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، ډاډه دی چې کولی شي ټرمپ ته په ټاکنو کې ماتې ورکړي او امریکا د تاریخ له دې خطرناک ولسمشره په امان کړي. هغه ویلي، دوی به امریکا بېرته خپل برم ته رسوي او دا هېواد به بیا رغوي. بایډن د خپلو خبرو پر دوام ویلي، ټرمپ یو داسې کس دی چې اساسي قانون ته درناوی نلري او تل یې خپلسرې پرېکړې کړې دي. هغه څرګنده کړې، امریکایان نور نشي کولی د راتلونکې دورې لپاره نوموړی وزغمي او په خبره یې همدا لامل دی چې د ټرمپ د ماتې په موخه یې د سیالۍ ډګر ته رادانګلي دي.






































