تر اوسه د ثبت شوو پېښو شمېر ۴۷۰ کسانو ته رسېدلی دی. سرچینه وایي چې کووید ۱۹ ویروس په چټکۍ د پراختیا په حال کې دی او که یې پر وړاندې اقدام و نه شي ددې احتمال شته چې میلیونونه خلک زیانمن کړي. امریکايي رسنۍ وايي که پر وخت د کرونا ویروس کنټرول نه شي نو ښايي په امریکا کې ۴.۸ میلیونه خلک ورباندې اخته شي چې ښایي تر ۴ سوه زره ډېر ووژني. تر چین وروسته په امریکا، ایران او ایټالیا کې کرونا ویروس تر ټولو ډېر تلفات او زیانونه اړولي دي.






































