جمعه, مارچ 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين تجربې

لیکواله: غوټۍ؛ د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله

مارچ 9, 2020
in لیکنې, نړۍ
0 0

د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۸ مه نېټه خبر ورکړ چې د اروپا د منځنۍ سيمې پر وخت د روانې مياشتې د ۸ مې نېټې د سهار تر لسو بجو پورې له چين څخه بهر په ۱۰۱ هېوادونو کې د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ اخته شوي ناروغان پيدا شوي دي او په ټوله نړۍ کې د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر له يو لک څخه اوښتی. نو دغه سازمان له ټولې نړۍ څخه وغوښتل چې د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره اغيزمن او جدي تدبيرونه ونيسي.

    همدارنګه، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د مارچ په ۸مه نېټه خبر ورکړ چې اوس په افغانستان کې ۴ کسان پر دغه ناروغۍ اخته شوي دي. ويل کېږي چې افغانستان هم د نوي کرونا ويروس د خپرېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

ټولو ته معلومه ده چې د نوي کرونا ويروس ناروغي لومړی په چين کې پيدا شوې، د چين حکومت پر وخت اغيزمن او جدي تدبيرونه نيولي دي. د چين لخوا نيول شوي تدبيرونه د نړۍ د بېلا بېلو خواوو د ستاينې وړ دي. د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين او د ياد سازمان د کارپوهانو ګډې ډلې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې يوه ګډه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه او د دغه سازمان کارپوهانو په دغه غونډه کې وويل، چې د چين لخوا نيول شويو تدبيرونو د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره ډېر ښه اثر درلودلی دی، لږ تر لږه يې سلګونه زره کسان له دې ويروس څخه ژغورلي دي او په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس د وقايې او کنترول لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده. بر سېره پردې، د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مدير لوړ پوړي سلاکار بروس ايلوارد څو ورځې مخکې له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره د مرکې په ترڅ کې په چين کې د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول د څارنې په هکله خپلې نهه ورځنۍ تجربې شريکې کړې او په کور کې د قرنطين، د ښارونو د بندولو او د ښوونځيو د بندولو په شمول جدي تدبيرونه يې وستايل.

نو د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين تجربې څه دي؟ افغانستان ورڅخه څه پوهې او ګټې تر لاسه کولی شي؟ لاندنۍ څلور برخې د پاملرنې وړ دي.

   لومړی، د چين حکومت د دغه ويروس د وقايې او کنترول کارونو ته ډېره پاملرنه کوي او د بېلا بېلو خواوو او د خلکو يووالی او ګډ کوښښونه له دغه ويروس سره په مبارزه کې د برياليتوب بنسټ دی.

   د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دغه ويروس له رامنځته کېدو وروسته پخپله د اړوندو کارونو لارښوونه او ترتيبات کړي دي او کوي يې، د چين بېلا بېلو خواوو له دغه ويروس سره په مبارزه کې د خلکو د سر او ژوند امنيت او روغتيا ساتلو ته تر هر څه لومړیتوب ورکوي.مثلاً، د چين په هو بۍ ولايت کې د دغه ويروس د خپرېدو حالات تر ټولو ډېر سخت دي، په دغه ولايت کې د دغه ويروس د وقايې او کنترول او د ناروغانو د علاج لپاره د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه کابو ۴۲۰۰۰ طبي کارکوونکي دغه ولايت ته رسېدلي او شپه او ورځ کارونه کوي. ویل کېږي چې چين د بېلا بېلو خواوو د يووالي او ګډو کوښښونو پر اساس په لنډه مهاله کې اغيزمن او جدي تدبيرونه نيولي او ښې لاسته راوړنې يې ترې تر لاسه کړې دي او په هو بۍ ولايت کې هره ورځ د نويو ناروغانو شمېر په ښکاره توګه کم شوی دی.

   اوس دغه ويروس په ۱۰۱ هېوادونو او سيمو کې خپرېدو په حال کې دی او په ځېنو هېوادونو کې حالات يې د ژر سختېدو په حال کې دي، په تېره بيا د افغانستان په ګاونډي هېواد ايران کې، نو د افغانستان بېلا بېلې خواوې هم بايد د دغه ويروس وقايې او کنترول کارونو ته لا زياتې پاملرنې وکړي. له ويروس سره مبارزه د يو ګوند، يو قوم، يوې سيمې، يوې ادارې او حتی د يو کس پر وړاندې مبارزه نه ده. د ويروس خپرېدا ښکاره سرحد نه لري، نو د هېواد بېلا بېلې خواوې، ګوندونه، قومونه، ادارې او هر کس بايد په دغه مبارزه کې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي. له نيکمرغه، افغان طالبانو او امريکا د فبرورۍ په ۲۹ مه نېټه د جوړجاړي توافقنامه لاسليک کړې او له مخې به يې د افغانستان بين الافغاني مذکرات پيل شي. دا يو ښه فرصت دی چې د افغانستان بېلا بېلې خواوې د سياسي توپيرونو په ليرې کولو سره په ګډه د خلکو د سر او ژوند د امنيت د ساتلو لپاره له دغه ويروس سره ګډه مقابله وکړي، څو په لنډه موده کې په افغانستان کې د دغه ويروس د کنترول او د لا زياتو خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره زمينه برابره شي.

دوهم، د چين حکومت د بېلا بېلو سيمو او منطقو د حالاتو له مخې بېل او اغيزمن تدبيرونه نيولي. مثلاً، وو هان ښار چې د هو بۍ ولايت مرکز دی او حالات يې تر ټولو ډېر سخت دي، د چين حکومت د دغه ښار د بندولو او د ټولو ترافيکي وسايلو د نه کارولو حکم کړی دی، څو د خلکو د تګ راتګ د کمښت له لارې په لا پراخه منطقه کې د دغه ويروس د خپرېدو مخه ونيول شي. د چين د بېلا بېلو کچو ادارې د مرکزي حکومت تر مشرۍ لاندې د خپلو منطقو د حالاتو له مخې د اړوندو کارونو د لارښوونې لايحې جوړې کړې. بېلا بېل ولايتونه، ښارونه، چارې او ادارې د خپلو حالاتو له مخې، د دغه ويروس د وقايې لارښوونې، د عادي کارونو د بيا اعاده کولو لارښوونې او په استوګنيزو سيمو لپاره د وقايې د کارونو لارښوونې طرحې، جوړې او عملي کړي.

د افغانستان د بېلا بېلو سيمو حالات هم بېل دي، نو د دغه ويروس د وقايې او کنترول تدبيرونه هم بايد سره توپيرونه ولري. مثلاً، په هغو منطقو کې چې پر دغې ناروغۍ اخته شوي ناروغان رامنځته شوي، بايد له دغو ناروغانو سره نژدې تماس نيوونکي پيدا کړای شي، بايد خلکو ته په کور کې د پاتې کېدو قرنطين او پخپله د تبې څارنې وړانديز وکړای شي. په هغو منطقو کې چې ناروغان نه شته، بايد له ناروغانو لرونکو سيمو سره د خلکو تګ راتګ کم کړي او هغو کسانو ته دې زياتې پاملرنې وکړي چې د ويروس د خپرېدو له سيمو او نورو هېوادونو څخه راځي، داسې کسان بايد د ۱۴ ورځو لپاره په خپل کور کې قرنطين کړای شي. برسېره پردې، د افغانستان په قلمرو کې د بېلا بېلو کچو ادارې بايد د دغه ويروس د وقايې او علاج لپاره کافي طبي مواد چمتو کړي، څو له دغه ويروس څخه د لا زياتو خلکو ژوند وساتل شي. د پاملرنې وړ ټکی دا دی چې روغتونونه او طبي مرکزونه بايد د ناروغانو د چټک زياتوالي لپاره چمتوالی ونيسي او د طبي کارکوونکو لپاره اړوندې روزنې دې پياوړې شي، څو پر دغه ناروغۍ د اخته کېدو او له امله يې د مړه کېدو انډولونه کم شي. دغه راز، بېلا بېلې خواوې بايد د طبي کارکوونکو امنيت ساتلو ته لا زياتې پاملرنې وکړي.

درېيم، د چين حکومت د دغه ويروس له رامنځته کېدو وروسته سمدلاسه د رسنيو له لارې د دغه ويروس د وقايې معلومات او علمي پوهاوی عامو وګړو ته خپاره کړي. په دې مناسبت به عام وګړي په دې ښه وپوهېږي چې د ويروس د خپرېدو په وخت کې بايد د خپل ځان د ساتلو لپاره څه کار او تدبير ونيسي. سم، رسمي او وختي خبرونه او معلومات د خلکو اندېښنې ليرې کولای شي.

د ورځپاڼو، راډيوګانو، ټلويزيونونو، ټولنيزو رسنيو په شمول عام خبري رسنۍ عامو وګړو ته د معلوماتو د شريکولو لازم وسايل دي. د دغو رسنيو له لارې عامو خلکو ته د ويروس د وقايې د سمو او علمي پوهو شريکول د حکومت او د بېلا بېلو ادارو مسؤليت دی چې دا به له عامو خلکو سره لازمې مرستې وکړي.

څلورم، د چين حکومت د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې له نړيوالې ټولنې سره نژدې او ښې همکارۍ کوي. د دغه ويروس له رامځته کېدو وروسته چين سمدلاسه د روغتيا له نړيوال سازمان سره اړوند معلومات شريک کړل او له ګڼ شمېر هېوادونو سره يې د دغه ويروس د وقايې او کنترول ګډ کاري ميکانيزم جوړ کړ. د چين طبي ډلې په جلا جلا توګه د فبرورۍ په ۲۹ مه نېټه او د مارچ په ۷مه نېټه ايران او عراق ته رسېدلې، څو د دغه ويروس د وقايي او علاج په برخه کې له دغو هېوادونو سره مرسته وکړي. دغه راز، چين دغو هېوادونو ته د ناروغانو د تشخيص اوتومات الو په شمول طبي مواد او توکي هم برابر کړي دي.

ويروس د بشريت پر وړاندې ګډ دښمن دی، نو نړيوالې همکارۍ لازمې دي. افغان حکومت به هم د چين په شمول د بېلا بېلو هېوادونو له تجربو څخه د دغه ويروس د وقايې او کنترول او د ناروغانو د علاج په برخو کې ښې تجربې واخلي. د مختلفو هېوادونو اړوند طبي کارپوهان د انټرنيټي ناستو له لارې د نظريو تبادلې کولای شي، د طبي کارونو ګډه لارښوونه کولای شي. نړيواله ټولنه هم د افغانستان د حالاتو له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان، سور صليب ټولنې او سرې مياشتې ټولنې په چوکاټ کې د تدبيرونو د نيولو، د دغه ويروس د وقايې د لايحو د جوړولو، د وقايوي موادو او توکو د ويشلو او د معلوماتو د شريکولو په برخو کې له افغانستان سره لا نژدې همکارۍ وکړي.

له عمومي لحاظه،  نوی کورنا ويروس د بشريت ګډ دښمن دی، يووالی او همکارۍ د دغه ويروس د وقايې او کنترول لپاره ډېره غښتلې وسيله ده، بشريت دې د ساينس او علم په مټ بې علمه او ناسمو کړو وړو او دغه ويروس ته ماتې ورکړي، څو د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې منظمې پرمخ ولاړې شي.

Share134Tweet37Share15

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پینګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې د پای ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

د چین د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه پای ته ورسېده

مارچ 12, 2026

جانګ ګوه چینګ د اټومي انرژۍ په دوهمې سرمشريزې کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

چين: د افسوس وړ ده، چې د روسيې په وړانديز د منځني ختيځ د حالاتو مسوده تصویب نه شوه

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In