د ایران ګیلان ولایت کې دمګړی اضطراري حالت اعلان شوی دی او د مازنداران وکیلانو له ولسمشر حسن روحاني غوښتي چې په دغه ولایت کې هم اضطراري حالت اعلان کړي. د مازنداران ولايت روغتیايي کارکوونکو رسنیو ته ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ښار کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۶۲۰ په چټکۍ ۱۲۲۳ کسانو ته رسېدلی دی. حکومت بیا دا راپورونه ردوي. بلخوا په ګیلان کې بیا د کرونا ویروس له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۲۰۰ ته رسېدلی او حکومت په دغه ښار کې اضطراري حالت اعلان کړی دی. په ایټالیا کې بیا د وژل شوو کسانو شمېر ۳۶۶ ته رسېدلی دی او ۷۳۷۸ کسه نور ورباندې اخته دي.






































