د روغتیا نړیوال سازمان وایي په نړۍ کې د کورونا ویروس خطر خورا جدي دی. ددغه نړیوال سازمان چارواکو رسنیو ته ویلي چې کورونا ویروس په خورا چټکتیا د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د پراختیا په حال کې دی. دغه سازمان پر هېوادونو غږ کړی چې ددې نړیوالې پديدې پر وړاندې دې هڅې سره همغږې کړي او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره دې جدي اقدامات وکړي. په ایټالیا کې بیا د نورو هېوادونو په پرتله د کورونا ویروس پراختیا خورا چټکه ده. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۹۳ کسه وژلي چې په دې سره په یاد هېواد کې د وژل شوو شمېر ۴۶۳ ته ورسېد. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې کورونا په ټوله نړۍ کې ۳۸۰۰ کسه وژلي او ۱۱۰۰۰۰ مثبتې پېښې یې ثبت شوې دي.






































