وروسته تر هغه چې پرون جنوبي کوریا وویل شمالي کوریا دوه ناڅرګند توغندي ازمایلي دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر شمالي کوریا غږ کړی دی چې له پاروونکو اقداماتو لاس پر سر او د اټومي وسلو په اړه دې بېرته له امریکا سره د خبرو مېز ته حاضر شي. د یونهاپ خبري اژانس د خبر له مخې، شمالي کوریا په تېرو دوو اوونیو کې داسې توغندي ازمایلي دي چې ازمایښت یې د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سره په ټکر کې و. په ورته وخت کې واشنګټن ویلي دوی د شمالي کوریا اقدامات له نږدې څاري او که بیا ورته سرغړونه وکړي نو ځان لپاره به حساب کتاب سخت کړي. شمالي کوریا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.






































