په چین کې په کرونا د اخته کېدو او ددې ویروس له امله دوژل شوو کسانو شمېر تر ټولو ټيټې کچې ته راغلی دی. د چین رسمي سرچینو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوولس کسه ددغه ویروس له امله وژل شوي او ۱۹ کسه نور ورباندې اخته شوي دي. دا د کرونا ویروس له پراختیا تر دې مهال د اخته شوو او مړو شوو کسانو تر ټولو ټيټې شمېرې دي. د مړینې ۱۷ پېښې په ووهان خو یوه پېښه په هوبي کې شوې ده. د نوو اخته شوو کسانو ۱۷ پېښې په ووهان او ۲ نورې په نورو سیمو کې ثبت شوې دي. چینايي حکومت وایي دوی ددغه ویروس پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي او په پوره تدبیر یې د کنټرول هڅې په بریا دي.






































