د سي ان ان شبکې د راپور له مخې، په متحده ایالاتو کې پر کرونا ناروغي د اخته کسانو شمېر ۷۰۰ ته لوړ شوی دی. د راپور پر بنسټ په دغه هېواد کې د کرونا ناروغي له امله تر اوسه ۲۶ تنه مړه شوي هم دي. د راپور له مخې، په دغه هېواد کې خلک له ویري د کرونا ازمایښتونو ته ډېر په سختۍ حاضرېږي او که ازمایښتونه ډېر شي پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر هم لوړېدلی شي. د یادونې ده چې تر اوسه پر دې ناوړه ساري ناروغۍ په شاوخوا ۱۰۹ هېوادونو کې ۱۱۰ زره کسان اخته، ۳۸۰۰ تنه مړه شوي او تر ۶۲ زره ډېر یې بیا تر تداوي وروسته رغېدلي دي.






































