د متحده ایالاتو یو لوړپوړي چارواکي ویلي، چې ممکن په اروپا کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان او د هغه ډېری کارکوونکي په وروستي کنفرانس کې په کرونا ویروس اخته شوي وي. د پنټاګون یو لوړپوړي ملکي غړي راین مکارټي له دې هیل نشریې سره په مرکه کې ویلي، په اروپا کې د امریکایي ځواکونو قومندان کریسټوفر کاولي او د هغه ډېر شمېر کارکوونکي ښایي په کرونا ویروس اخته شوي وي. مکارتي وایي، جنرال کاولي او د هغه ملګري چې احتمال شته دی پر دې ناروغۍ اخته وي د داخلي پروتوکولونو له مخې، ښایي په غیر حضوري ډول خپلې دندې ته دوام ورکړي او په خبره یې، نوموړی اوسمهال په اختیاري قرنطین کې دی. د یادونې ده چې تر دې دمه په امریکا کې پر دې ناروغۍ د ۷۲۲ کسانو د اخته کېدو او ۲۶ نورو د مړه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.






































