د کډوالو نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې هره ورځ د پنځو او لسو زرو ترمنځ کډوال له ایران افغانستان ته راځي چې له ځان سره یې د کرونا ویروس د راوړلو خطر هم ډېر کړی دی. دغه سازمان وايي چې د روان کال د جنورۍ میاشتې له پیله یعنې په څه باندې دوو میاشتو کې ۸۳زره کډوال له ایران افغانستان ته راستانه شوي دي. راستانه شوي کډوال بیا وايي چې په ایران کې د کرونا ویروس د پراختیا چټکتیا خورا ډېره ده او ایرانی حکومت افغانانو ته هېڅ ډول امکانات نه برابروي. د هرات ولایت ځایي چارواکي بیا وايي دوی تر خپلې وسې د راتلونکو کډوالو معاینات کوي، غوښتنه یې کړې چې حکومت دې دا مسئله جدي ونیسي او د مخنیوي لپاره یې باید اړین اقدامات ترسره کړي.