وبا اصطلاح هغه ناروغۍ ته کارول کېږي چې د نړۍ په څو برخو کې خپره شي او د پراختیا په حال کې وي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې کرونا ویروس د وبا حالت خپل کړی دی او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډانوم وايي، ددغه ناروغۍ په مخنیوي کې اقدامات د پام وړ نه دي او د پراختیا سرعت یې دیارلس سلنه لوړ شوی دی. نوموړي پر حکومتونو غږ کړی چې ددغه پدیدې پر وړاندې ودرېږي او د پراختیا مخه یې ونیسي.