هند د کرونا، ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره له نړۍ سره خپلې اړیکې پرې کوي. د راپورونو له مخې هند به د راتلونکې یوې میاشتې لپاره یواځې ځینې محدودو هېوادونو ته ویزې ورکوي. د هند حکومت پرېکړه کړې چې سر له نن به د اپرېل میاشتې تر ۱۵ نېټې پورې هند ته ټول بهرني پروازونه منع وي او یواځې دیپلوماتانو او د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته به د تګ راتګ اجازه وي. د هند حکومت دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس یوه وبا اعلان کړه. چارواکي ویریږي چې د ۱.۳ میلیارد نفوس لرونکي هېواد کې به د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوی ډیر سخت وي.






































