د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دغه هېواد پوځ ته اجازه ورکړې چې په عراق کې د امریکا پر پوځي اډې د برید پر وړاندې ځوابي برید وکړي. د تېرې چهارشنبې په ورځ په عراق کې د امریکا پر پوځي اډې د کاتیوشا ډوله توغندیو برید وشو چې په ترڅ کې یې درې تنه پوځیان ووژل شول. پنټاګون د دې برید پړه پر ایران پلوو وسله والو اچولې په داسې حال کې چې د دې حملې مسؤلیت تر اوسه هېڅ ډلې نه دی منلی او ایران هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي. د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي که څه هم د دې بريد پړه پر ایران پلوې کتائب حزبالله یا کومې بلې ځانګړې ډلې وانه چوله، خو په ډاګهیې کړه چې د دوی په نظر ایران د هغو جنګیالیو ملاتړ کوي چې دا توغندويي برید یې کړی او خبرداری یې ورکړ چې د دوی پر ضد هر راز اقدام ممکن دی.






































