د ایران مذهبي مشر وایي، ممکن په ایران کې د کرونا ویروس خپرېدل بیولوژیکي حمله وي. ایت الله علي خامنه یي د دې ویروس د مخنیوي لپاره د جدي تدابیرو او له هغه سره د مقابلې لپاره د یوه روغتیایي مرکز د جوړېدو سپارښتنه کړې ده. خو نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې، د بیولوژیکي حملې د احتمال لپاره څه ډول شواهد په لاس کې لري او د هغه د تایید احتمال څومره دی. نوموړی وایي، د یوه ځانګړي روغتیایي مرکز جوړېدل کولای شي چې د دې بیولوژیکي حملې مخه ونیولی شي. د معلوماتو له مخې دامهال په ایران کې د کرونا ویروس له امله ۴۲۹ کسان مړه شوي دي.






































