راپورونه وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه د جي اووه غونډه لغوه کړه. ټاکل شوې وه، دا غونډه په مارچ میاشت کې ترسره شي. د ټرمپ له خوا دغه تصمیم داسې مهال نیول کېږي، چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله ډېر شمېر هېوادونو خپلې پولې تړلې او بهرنیو هېوادونو ته یې د خپلو وګړو پر تګ بندیزونه لګولي دي. د رسنیو په خبره، په پام کې ده، دغه ناسته د ویډیویي کنفرانس له لارې جوړه شي.






































