پاکستاني رسنۍ وايي، چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د ۹۹ تازه پېښو په ثبتېدو سره په دغه هېواد کې دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۴۹ تنو ته رسېدلی دی. تازه په خېبر پښتونخوا کې ۲۳ او په بلوچستان کې ۷۶ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي. دا مهال په سیند ایالت کې ۲۱۳، پنجاب کې ۷۸ ، خیبر پښتونخوا کې ۳۸ ، بلوچستان کې ۴۵، بلتستان کې ۱۵ او پلازمېنه اسلام اباد کې ۸ کسان په کرونا وېروس ککړ شوي دي. کرونا وېروس تر دا مهاله د نړۍ په ګنو هېوادونو کې زرګوه کسان وژلي او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.






































