د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د نړۍ د بیلابیلو هېوادونو د متخصصینو په مرسته یې د کرونا ویروس په لږ تر لږه ۲۰ ډوله واکسینونو باندې کار پیل کړی دی او ځینې هغه یې د ازمایښت لپاره چمتو شوي هم دي. سي ان ان ټلویزیوني شبکې، د دغه سازمان د بېړنيو پروګرامونو د مشرې ډاکتر ماریا فان کرخو له قوله ویلي، د دې واکسین د جوړلو کار په ډېرې چټکۍ سره روان دی خو په خبره یې ښایي ژر جوړ نشي او تر څو پورې چې جوړېږي د دې ناروغي پر وړاندې باید فردي مبارزه دوام پیدا کړي. د نوموړې په خبره، دې واکسین ته لاسرسی ښایي ۱۸ میاشتې وخت ونیسي. نوموړې زیاته کړې، یو بل شی چې تر کرونا هم خطرناک بلل کېدای شي ناسم درمل دي نو د دې لپاره چې دا واکسین د نړۍ ټولو وګړو ته تزریقېږي، باید په پوره احتیاط جوړ شي.