د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان وايي پاکستان د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو بد اقتصادي کړکیچ سره مخ دی. عمران خان چې د ریاض اقتصادي ناسته کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته تللی له یوې بریټانوۍ شبکې سره په مرکه ویلي چې پاکستان له دغه اقتصادي کړکیچ د وتلو لپاره له سعودي عربستان له پور اخیستلو هم ناهیلی شوی دی. هغه ویلي اوس اړ دي چې د پیسو له نړیوال صندوق پور واخلي. د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور ورکولو لپاره د مالي اقدام ډلې له خړ نوملړه د دغه هیواد وتل شرط ټاکلی دی. پاکستان وروسته له دې په دغه نوملړ کې شامل کړل شو، چې د ترهګرو مالي ملاتړ ورباندې ثابت شو. په دې لېست کې له شاملو هېوادونو سره نړیوالې مالي ادارې له احتیاط کار اخلي او پورونه نه ورکوي.