د پاکستان لومړي وزير عمران خان ویلي، هېواد يې د پخوانيو پورونو د خلاصولو لپاره د نويو پورونو اخيستلو ته اړ دی.
عمران خان چې له سعودي د پور اخيستلو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی، يوه جوړ شوي درې ورځني کنفرانس ته ويلي چې راتلونکې درې تر شپږو مياشتې يې د هېواد لپاره سختې دي.
څېړونکي وایي، په دې وروستیو کې پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی؛ ان تر دې چې د پخوانيو پورونو د سود ورکولو جوګه هم نه دی.
عمران خان چې اقتدار ته له رسېدو وړاندې یې د بهرنیو پورونو له اخيستو سره مخالفت ښود، اوس غواړي چې د پيسو له نړيوال صندوق، سعودي عربستان او ځينو نورو هېوادونو څخه پورونه واخلي.
عمران خان ويلي، د هېواد د ناوړه اقتصادي وضعيت لامل يې له ترهګرۍ سره جګړه وه چې له کبله يې لویې کمپنۍ په دغه هېواد کې له پانګونې نهيلې شوې.
لومړي وزير عمران خان ويلي، په ټول توان سره هڅه کوي چې په پاکستان کې کاري زمينې ډېرې کړي او دغه راز پانګه والو ته د کاروبار غوره چاپېريال برابر کړي.
هغه ویلي، د حکومت یې ایله درې میاشتې پوره شوې دي او ډېر ژر به د خپل هېواد د عوايدو لوړول پيل کړي.
عمران خان په پاکستان کې د چين پانګونه او په ځانګړي ډول سي پېک پروژه مهمه وبلله او ويې ويل چې د دې پروژې د پیلتابه له کبله یې د هېواد ستراتېژيک ارزښت لوړ شوی دی.
هغه ویلي چې چین د پاکستان لپاره یو ستر بازار دی او سي پېک لپاره د ګوادر په څېر اقتصادي سيمو ته پراختيا ورکول کېږي.