پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د کرونا ننګونه او پر وړاندې یې د هېوادونو چلن

لیکوال: د ورېښمو لارې څېړنیزې موسسې ډایرکټر محمد یوسف رهنورد/ ژباړه حمیدالله حمیدي

اپریل 7, 2020
in تحلیل, لیکنې
0 0

۵-  اپرېل ۲۰۲۰

نړۍ نن سبا له یو داسې جدي او متفاوتې ننګونې سره مخ ده، چې بل هېڅ وخت یې نه وه تجربه کړې. داسې ننګونه چې نه یوازې د میلیونونو کسانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی، بلکې نړیوال اقتصاد یې هم تر خپل اغېز او سیوري لاندې راوستی دی. د نړۍ پر اقتصاد یې داسې منفي اغېز کړی چې ان تر یوې لسیزې پورې هم بېرته خپل عادي حالت ته نه شي ګرځېدلای.

که څه هم چې شلمه پېړۍ له بېلابېلو ستونزو او ننګونو؛ لکه اقتصادي بحران، تروریزم، نړیوال فقر، ګلخانه یي ګازونو او نورو لسګونه ورته ستونزو سره مله وه، خو د ۲۰۲۰ کال له پیل سره سم د کووېډ۱۹ په نوم یو وژونکی ویروس پر انسانانو ګډو شو چې د روغتیا نړیوال سازمان دغه ویروس یو نړیواله روغتیایي وبا او بحران ونوماوه. دغه ویروس د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د چین هېواد د ووهان ایالت په هوبي ښار کې سر راپورته کړ، د ۲۰۲۰ کال د جنوري میاشتې په دویمه لسیزه کې یې خپرېدل ډېر چټک شول او ډېر ژر په ټول چین کې خپور شو. دغه څه د چین مرکزي دولت دې ته اړ کړ چې د جنورۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه هوبي ولایت قرنطین کړي. دا چې ویروس په ډېرې چټکۍ د خپرېدو په حال کې و، نو چین هېواد پرېکړه وکړه چې په ټول چین کې سراسري قرنطین وضع کړي او دا د نړۍ تر ټولو لوی قرنطین هم ونومول شو. په بله مرحله کې کووېډ ۱۹ ویروس ډېر ژر د چین له پولو  واوښت او اوس د نړۍ له ۲۰۰ په ډېرو هېوادونو کې خپور شوی دی. ددې لیکنې د لیکلو تر وخته (۵ اپرېل ۲۰۲۰) په ټوله نړۍ کې پر کووېډ ۱۹ ویروس یو میلیون او دوه سوه تنه اخته او تر ۷۰ زرو ډېر یې مړه کړي دي.

ددغه ویروس د پیدایښت، د فعالیت بڼه او پراخېدل بېل بحث ته اړتیا لري، په دې مقاله کې هڅه شوې ده چې د روان بحران پر مدیریت، له کووېډ ۱۹ ویروس سره د هېوادونو پر مخامخ کېدو او چلن ژور بحث وکړو. دغه بحث د کووېډ ۱۰ ویروس له لمړني قرباني چین څخه پیلوو. که څه هم چې د ویروس د خپرېد له هماغه لومړي سره طبي او علمي ټولنه په دې هڅه کې ده چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي واکسین او یا درمل جوړ کړي، چې تر اوسه په دې کار څوک نه دي بریالي شوي، خو د چین هېواد ثابته کړه چې په منظم مدیریت او قاطع پرېکړې سره کولای شي دغه ناروغي کنټرول کړي. هوبۍ ولایت او ووهان ښار اوس  بېرته خپل عادي حالت را ګرځېدلي. که څه هم د یاد ویروس کنټرول چین ته د ۳۳۰۰ کسان د قربانۍ په بیه تمام شوی، چې دغه څه د اندېښنې وړ دي، خو له دې سره سره د روان کال د جنوري له نیمه دویمې لسیزې بیا د مارچ میاشتې تر لومړۍ لسیزې پورې د سخت قرنطین پر مهال چین په هېڅ ښار او برخه کې په جدي ډول د روغتیایي خدمتونو، درملو، طبي توکو او غذایي موادو له کمښت سره مخ نه شو. بلکې له دې سره سره یې خپلو خلکو ته د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر وخت او عاجله توګه روغتایي خدامات، درمل او طبي وسایل برابر او بیړنیو حالتو کې رسیدګي وکړه او هر څه یې د یوه قوي مدیریت له مخې داسې پر مخ بوتلل چې په هېڅ کومه برخه کې یې نیمګړتیا ونه لیدل شوه. په دې بیړنیو حالاتو کې د چین ټولو اړونده ادارو  په پوره هماهنګۍ له یو او بل سره کار وکړ چې دغه څه په چین کې د کووېډ ۱۹ د کنټرول لامل شول.

له دغه ویروس سره د چین چلن او وړتیا دا ثابتوي چې دغه هېواد د دولتدارۍ په برخه کې د یوه واحد او منظم نظام په توګه کولای شي په داسې اضطراري حالاتو کې د پرېکړې له مرحلې بیا د اجرا او نظارت تر مرحلې پورې هر څه په منظمه توګه عملي او تر سره کړي. په همدې اضطراري حالتو کې د نړۍ له نورو هېوادونو سره د چین مرستې دا په ډاګه کوي، چې دغه هېواد د سیمې او نړۍ په کچه نه یوازې د مسوولیت او همدردۍ احساس کوي، بلکې دا هم ثابتوی چې چین د درملو او طبي توکو د تولید په برخه کې هم ډېر پرمختګ کړی دی. دغه څه ددې ښکارندویي کوي چې چین به په راتلونکې کې په نړیواله کچه د درملو او نورو طبي توکو د تولید په بازار کې ځانګړی او غوره  ځای ولري.

جاپان او جنوبي کوریا په لومړي سر کې ونه شوای کولای پر وخت د دغه ویروس د چټک خپرواي مخه ونیسي. په جاپان کې تر اوسه پورې ۳۴۹۷ کسان پر کووېډ ۱۹ ویروس اخته دي، ۸۴ تنه یې مړه کړي او ۴۰۴ نور بیا بېرته رغېدلي دي. په جنوبي کوریا کې بیا ۱۰۱۵۶ تنه پرې اخته شوي، ۱۷۷ یې مړه کړي او ۶۳۲۵ نور بېرته رغېدلي دي. په یادو دواوړو هېوادونو کې د کووېډ ۱۹ ویروس نزولي سیر ته په کتو ویلای شو چې دغه هېوادونه هم د خپلې وړتیا او ښه مدیریت پر مټ توانېدلي د ویروس پر کنټرول بریالي شي او اوسېدونکي یې بېرته خپل عادي حالت او ژوند ته را وګرځي. په اروپا کې بیا وضعیت ترینګلی دی، په ځانګړي ډول په اېټالیا او اسپانیا کې. خو په امریکا کې بیا ورځ تر بلې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی. که څه هم د امریکا په ګډون په اېټالیا او اسپانیا کې د ویروس خپرېدل دومره جدي مسله نه وه، خو د طبي توکو کمښت په رښتیا هم په دغه هېوادونو کې لوی بحران رامنځ کړی دی. د طبي توکو د کمښت او په روغتونونو کې د ځایونو د نشتون تر څنګ په یادو هېوادونو کې د خلکو وزګار کېدل د خوراکي او نورو اړینو توکو کمښت بیا بله لویه ستونزه ده چې دغه څه هم پر کرونا ویروس د ډېرو زیاتو کسانو د اخته کېدو او مړکېدوه لپاره زمینه برابره کړه. د نړۍ په کچه او نفوس ته په کتو همدا اوس په امریکا کې تر ټولو ډېر کسان په دغه ناروغۍ اخته دي او اېټالیا بیا هغه هېواد دی چې کووېډ ۱۹ ویروس پکې ډېر کسان مړه کړي دي.

ایران بیا ددغه ویروس بل لوی قرباني هېواد دی. که څه هم چې ایران اوس هم د امریکا له سختو بندیزونو سره مخ دی، خو له دې سره سره تر اوسه پورې د خوراکي او نورو طبي توکو له جدي کمښت سره نه دی مخ شوی چې کېدای شي ددغه څه لامل او دلیل له بندیزونو او اقتصادي بحران سره د مخکېدو پر مهال د ایران کافي تجربه درلودل وي. خو بیا هم ایران د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې تر اوسه پورې کمزوری عمل کړی دی، چې کیدای شي لامل یې پر وخت د قرنطین نه عملي کول وي. دا چې په ایران کې نوی کال یا پسرلی په ډېرو شانداره مراسمو نمانځل کېږي، نو ډېر ایراني وګړو په سفر او چکر بوخت وو او حکومت یې هم پر وخت د تلو راتلو مخه ونه شوای نیولی، نو دغه کار هم د ایران په ډېری برخو کې د کرونا ویروس د خپرېدو او مړینې لامل شو.

خو افغانستان چې اوس هم د سختې جګړې ډګر دی او په تر ټولو سخت جنګي، سیاسي او بحراني حالت کې دی، تر څنګ یې د درملو، طبي توکو او روغتیایي مرکزونو له بې مخینې کمښت سره مخ دی، چې دغه څه کیدای شي پر کرونا ویروس د ډېرو زیاتو کسانو د اخته کېدو لامل او یوه لوی روغتیایي بحران ته لار هواره کړي. تر اوسه پورې په افغانستان کې ۴۲۳ کسان پر یادې ناروغۍ اخته دي، نهه تنه یې مړه کړي او ۱۷ نور له دې ناروغۍ څخه بېرته رغېدلي دي. ډېرې پښې یې په هرات او کابل کې ثبت شوې دي چې له بده مرغه ورځ تر بلې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او د یوه لوی بحران وړاندوېینه شوې ده.

زه ویلای شم چې افغان حکومت کولای شي تر دې هم غوره عمل وکړي او لاس په کار شي. په داسې حال کې چې افغانستان ته کرونا ویروس له ایران هېواد څخه راغلی او ۷۵ سلنه هغه خلک چې په کرونا ناروغۍ اخته دي ایران ته د سفر تاریچه لري، خو له دې سره سره اوس هم د افغانستان او ایران پوله پرانیستې ده او په ورځني ډول سلګونه کسان  په ډېرې اسانۍ  سره له ایران څخه افغانستان ته راځي. افغان دولت دا هر څه په سترګو ویني. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د فبرورۍ په ۲۴ مه په هېواد کې اضطراري حالت اعلان کړ او د مارچ میاشتې په ۲۲ یې یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې هرات ولایت باید قرنطین شي. د مارچ میاشتې په ۲۷ نېټه د جمعې په ورځ د کابل ولایت د قرنطین امر هم وشو او د دریو اونیو لپاره ټولې ادارې رخصت او په ښار کې ګرځبندیز ولګول شو. خو د عامې روغتیا وزارت له ټینګار سره سره په هرات او کابل کې قرنطین ډېر وروسته وضع شو چې اوس هم د ښاریانو لخوا په سمه توګه نه عملي کېږي. اوس مهال یوازې هرات، قندهار او کابل ولایتونه قرنطین شوي دي، خو له قرطین سره سره اوس هم په کابل ښار کې خلک تګ راتګ کوی.

خوراکي او نور لومړني توکي ورځ تر بلې ګرانېږي. ګڼ شمېر خلک په تېره بیا هغه کسان چې په ورځني ډول یې مزدوري کوله، څو خپلو اولادونو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي وزګار دي. دا چې د افغانستان ۵۲ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او تر څنګ له مرستو، امکاناتو او مدیریت پرته د دریو اونیو لپاره قرنطین هم شي، له کرونا پرته دا خپله یو لوی بشري ناورین زېږولی شي. که څه هم چې نړیوال بانګ له افغاستان سره د یو اعشاریه څلور میلیون ډالرو مرستې او تر څنګ یې چین، امریکا او متحده عربي اماراتو د پیسو او نورو طبي توکو د مرستې اعلان کړی دی، خو دا چې دغه مرستې باید څه ډول مدیریت شي د افغانستان د سیاسونو او دولتي ستکتورونو لازمې هماهنګۍ ته اړتیا ده.

په ټوله کې ویلای شو، لکه څنګه چې کووېډ ۱۹ د نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی، نړۍ هم تر بل هر وخت د هېوادونو تر منځ یو والي او همکارۍ ته اړتیا لري. په نړیواله کچه د هېوادونو له همکارۍ پرته دغه ویروس ته ماتې ورکول او نړۍ له روغتایي او اقتصادي بحران څخه ایستل له امکان لرې خبره ده. زما په اند چې له کرونا وروسته نړۍ به یوه بېله او متفاوته نړۍ وي او بشر به تر دې پاکې او له روغتیایي خداماتو ډکې نړۍ ته اړتیا ولري. زه هیلمن یې چې د کرونا ننګونه به په نړۍ کې له ګلخانه یي ګازونو سره د مبارزې لپاره یو فرصت او له دې ګازونو سره د مبارزې انګېزه پیاوړې کړي او نړیوال به د یوې پاکې او زرغونې نړۍ جوړېدو ته پاملرنه زیاته کړي.

Share20Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In