د ټرمپ او پوتین پر بیا ځلې لیدنې هوکړه شوې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې کرملین ویلي، چې د ټرمپ او پوتین پر دویم ځلي لیدنې هوکړه شوې ده او ټاکل شوې چې د راتلونکې نومبر میاشتې په ۱۱مه په پاریس کې سره وګوري. دوی دواړو تر دې وړاندې هم سره لیدلي دي او پر یو لړ مسایلو یې خبرې کړې دي. کرملین وایي دا لیدنه د لومړۍ نړیوالې جګړې د سلمې کلیزې په مراسمو کې ترسره کېږي. روسیه همدا راز وايي چې پوتین او د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار هم پر ګڼو مسایلو اوږدې خبرې کړې دي. د سرچینې په وینا ددواړو خبرې نږدې ۹۰ دقیقې اوږدې شوې دي. په دې وروستیو کې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. ټرمپ وایي روسیه هغه توغندي جوړوي او ازمويي چې د یوې هوکړې له مخې یې باید جوړول او ازمویل درول شوي وای. خو روسیه دغه تورونه بې بنسټه بولي.