هند وايي د روغتیايي کارکوونکو په ګډون یې نظامي ټیمونه افغانستان او نورو ملګرو هېوادونو ته له کرونا سره د مبارزې په موخه لېږلو ته تیار دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند حکومت ویلي تر دې دمه یې له کوېټ او مالدیف پرته بل هېواد ته خپل سرتېري او روغتیايي کارکوونکي نه دي لېږلي. د سرچینې په خبره دوی افغانستان، سریلانکا یا بنګلدیش ته هغه وخت خپل سرتېري او روغتیايي ټیمونه لېږي چې دوی یې غوښتنه وکړي. هندي حکومت ویلي ددوی ټیمونه د تیارسی په حال کې دي او هڅه کوي له کرونا سره د مبارزې لپاره له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره مرسته وکړي. سرچینې ویلي که اړتیا پېښه شي او افغانستان غوښتنه ترې وکړي نو ددوی ټیمونه د تیارسی په حال کې دي او دغه هېواد ته به یې لېږي. هند په دې نږدې ورځو کې له افغانستان سره د غنمو او درملو مرسته هم کړې ده.