د امریکا یو شمېر چارواکو پر ماشومانو باندې د کرونا د خطرناکو پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د نیویارک ښاروال؛ «بېل دوبلازیو» په یوه بیانیه کې ویلي، امریکایي چارواکي هغه تازه څېړنو اندېښمن کړي، چې پر ماشومانو باندې د کرونا ناروغۍ منفي او خطر ناکې اغېزې یې کشف کړې دي. نوموړي ویلي، تازه یې په ۱۵ ماشومانو کې یوه نوې ناروغي کشف کړې ده. دبلازیو په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، موږ فکر نه کاوه چې تنکي ځوانان دې هم د کرونا له خطر سره مخ وي، خو اوس ثابته شوه چې دوی له یوې نوې ناروغۍ او خطر سره مخ شوي دي. ده ویلي ماشومان په خطر کې دي، نو میندې او پلرونه باید دې ټکي ته متوجه وي. د نیویارک ښاروال ویلي، په دې ناروغۍکې ماشومانو ته تبه، د پوستکي خارښت، د خېټې درد او استفراغ پیدا کېږي. نوموړي ویلي، که ماشومان له دې نښو یوه نښه ولري او یا هم ټولې په یو ورا پکې ولیدل شي، نو ژر باید ډاکټر ته ورسول شوي. بېل دوبلازیو ویلي، موږ هره ورځ د کووېډ۱۹ د منفي تاثیراتو په اړه څېړنې کوو او نوي شیان زده کوو. دی وایي کرونا ډېره بده ناروغي ده. د نیویارک د روغتیا وزارت ته دنده سپارل شوې ده، چې هر څومره ژر کېدای شي تر ۲۱ کلونو د ټیټ عمر کسانو د روغتیایي حالت په اړه دې یوه ګړندۍ څېړنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې برېتانیا هم ددغه ډول یوې ناروغۍ خبر ورکړی و. په راپور کې راغلي په برېتانیا کې هم ماشومانو له ډول نوې ناروغۍ سره مخ شوي دي. د را پور له مخې دغه ناروغ ماشومان نه یوازې په برېتانیا، بلکې په فرانسه، اېټالیا او هسپانیا کې هم لیدل شوي دی. د اېټالیا او برېتانیا روغتیایي کارپوهان د ماشومانو ددې التهابي ناروغۍ او کرونا تر منځ په احتمالي اړیکه څېړنه کوي.