ملا محمد عمر له ۱۹۹۶ ز کال تر ۲۰۰۱ ز کال پورې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم مشر و. دی یو له هغو کسانو و چې د امریکا متحده ایالتونه پسې ګرځېدل او د ده د موندلو لپاره یې لس میلیونه ډالره جایزه اېښې وه.
د لومړي ځل لپاره طالبانو څو کاله مخکې د ملا محمد عمر ژوندلیک په خپل ویب سایټ خپور کړ. کله چې طالبانو دا کار وکړ، ځینو څېړونکو وویل چې د دې لپاره یې داسې کړي چې د ملا عمر د مرګ اوازو ته ځواب ووایي.
ملا محمد عمر په ۱۹۵۹ ز کال کې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې په یوه بې وزله کورنۍ کې وزېږېد. ویل کیږي چې له پلاره یې نه کور درلود او نه هم ځمکه. د ده پلار هم ملا و. د ملا عمر پلار غلام نبي چې کله مړ کېده، زوی یې درې کلن و.
ملا عمر له پلاره یو زوی، خو د هغه له وفات وروسته د ده مور له مولوي محمد انور سره چې د ملا عمر تره دی، واده وکړ او درې ناسکه وروڼه او څلور خویندې یې وزېږېدې.
مولوي انور ملا عمر ته ابتدایي دیني تعلیمات ورکړل او بیا د دوی کورنۍ اروزګان ته ولاړه او هلته یې تره په یوه جومات کې امامت پیدا کړ. کله چې د پخواني شوروي اتحاد پوځیان افغانستان ته راغلل، ملا محمد عمر شاوخوا نولس کلن و. هغه وخت دی د کندهار په میوند ولسوالۍ کې و او له مجاهدینو سره یوځای شو.
طالبان وایي چې ملا محمد عمر د شوروي ځواکونو سره د جګړې پرمهال څلور ځله ټپي شو او یوه سترګه یې هم هغه وخت ړنده شوه. ملا محمد عمر د مولوي محمد خالص اسلامي حزب له قوماندان ملا نېک محمد سره په جبهه کې و.
په کابل کې د ډاکټر نجیب د حکومت تر سقوط وروسته، چې د مجاهدینو ډلو په خپلو کې جګړې پیل کړې، ملا محمد عمر په کندهار کې و او بیا یې په ۱۹۹۴ ز کال کې د طالبانو مشر شو. ده ته په ۱۹۹۶ ز کال کې د کابل په ګډون د افغانستان د ډېرو سیمو له نیولو وروسته طالبانو د امیرالمؤمنین لقب ورکړ.
ملا محمد عمر د خپل نږدې پنځه کلن واک پر مهال په کندهار کې پاتې شو. په دې موده کې د ده او القاعده شبکې اړیکې دومره ټینګې شوې چې د امریکا متحده ایالتونو له ګواښونو سره سره، ده د اسامه بن لادن دفاع وکړه او هغه یې له افغانستانه ونه ایست. بیا چې په ۲۰۰۱ ز کال کې القاعده شبکې په واشنګټن او نیویارک کې تروریستي بریدونه وکړل، د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د طالبانو رژیم ړنګ کړ او له هغې مودې را وروسته، د طالبانو مشر تري تم شو. په ۲۰۰۴ ز کال کې د ملا عمر په غږ وروستی پیغام خپور شوی او تر دې نېټې را وروسته وخت په وخت د ده په نوم چاپي اعلامیې خپرې شوې او غږیزې اعلامیې د نورو کسانو په اوازونو د ملا عمر له لوري ویل شوې دي. د ملا عمر د ژوند او کړو وړو په اړه په دغه کتاب کې ډېر نور مسایل هم راغلي چې مینهوال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو په مناسب قېمت تر لاسه کړي.