په امریکا کې پر یوه کلیسا خونړی برید شوی او ۱۱ کسه پکې وژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې وسله وال کس د پنسلوانیا ایالت په پیتسبورګ کې پر یوه کلیسا برید کړی دی، چې له امله یې ۱۱ کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د سیمې امنیتي سرچینې وایي بریدګر ۴۶ کلن کس و، چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې ټپي شوی دی او دمګړی تر درملنې لاندې دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې عاموژنه بللې ده. نوموړي ځایي چارواکو ته امر کړی چې د پېښې په اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي.