هره ګړۍ د هغه څه په اړه چې غواړی تر لاسه یې کړی، فکر او خبرې وکړئ. هیله منو کسان ته نړۍ له فرصتونو ډکه ښکاري او تل په دې اړه فکر کوي چې څنګه وکولی شي خپلو هیلو ته ځان ورسوي. هغه څېړنه چې په ۲۰۱۳ ز کال کې په ۵۰۰ کوچنیو مخ پر ودې شرکتونو باندې شوې ده او پایلې یې په (درامد) مجله کې خپرې شوې، داسې ویل شوي چې د دغو شرکتونو مدیران په بې ساري ډول راتلونکې ته هیله من ښکارېدل. د دوی دغه هیله مندي د دې لامل شوې وه، چې کارونه یې نور هم ښه پر مخ ولاړ شي او نوې انګېزې پیدا کړي. دوی د ځینو پوښتنو په ځواب کې ویلي وو چې موږ خپلې راتلونکې ته هیله من یو، کارونه مو سم پر مخ روان دي او ډاډه یو چې خپلو موخه ته به رسېږو.