څېړنو ثابته کړې هغه کسان چې پلي ګرځي، وینه یې په جریان راځي، له شکر ناروغۍ په امن کې وي، له تنفسي ناروغیو سره نه مخ کېږي او تر ټولو ښه دا چې خوړلې ډوډۍ یې ژر هضمېږي او د هاضمې په سیسټم کې له ګډوډیو سره نه مخ کېږي. یوې نوې څېړنې ثابته کړې چې هره ورځ ۴۰ قدمه پلی تګ د ورزش په موخه انسان روغ، ځوان او غښتلی ساتي. ډېر عمر لرونکي کسان چې دغه عادت يې خپل کړی، په ۷۰ کلنۍ کې هم د غښتلتیا احساس کوي. ۴۰ قدمه پلی تګ نورې ډېرې گټې هم لري او انسان له ډېرو ناروغیو ژغوري، خو د امریکا په کلوراډو پوهنتون کې شوې دغه نوې څېړنه ښيي چې پلی تګ د هغو کسانو لپاره هم خورا ګټور دی، چې عمرونه یې خوړلي دي؛ ځکه په لوی عمر کې هم پلی تګ د انسان د بدن مقاومت ډېروي او د ناروغیو په مقابل کې یې قوي ساتي.