کله مو داسې احساس کړی چې ګواکې ځمکه در باندې تاو شوه، سر مو وګرځېد او په سترګو مو تیاره راشي؟ د دې ستونزې لاملونه څه دي؟ ایا دا ناروغي ګواښوونکې ده که عادي؟ څنګه د ناڅاپي سر ګرځېدلو درملنه وشي او کله له ډاکټر سره مشوره وشي؟ سر ګرځېدل د اضطراب یا د توازن او راحت خرابوالي احساس دی، چې په حسي غړو اغیز کوي، په ځانګړې توګه په سترګو او غوږونو، خو ځینې وخت د بې هوښۍ لامل هم کیدای شي. دا ناروغي نه ده، بلکې د یو ډول اضطراب او ژور خپګان نښه ده. د وینې فشار ناڅاپي کمېدل، د زړه عضلاتو ناروغي، د وینې حجم کموالی، د اوسپنې کمښت، د شکر کچې ټيټوالی، د غوږ انتان، وچوالی یا ډي هایډریشن، لمر وهنه او په تمرین کې افراط. په عام حالت کې ناڅاپي سر ګرځېدل په خپله له منځه ځي، خو ځينې شیان شته چې په مرسته یې کولی شی ارام شی. سوکه سوکه پاڅيږئ، په احتیاط او ارام سره حرکت وکړئ، اوبه او نور مایعات زیات وڅښئ، د کافي، سګریټ، الکولو او نشه یي توکه څخه ځانونه وژغورئ. که چیرته د پرله پسې سر ګرځېدو له ستونزې کړېږی، نو له ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.