د چورلکي د لويدو په پېښه کې د انګلستان فوټبال د مشهورې لوبډلې لیسټر سیټي مالک وژل شوی دی. لیسټر سیټي منلې ده چې مالک یې او تایلنډۍ میلیاردر ویچای سريوادهاناپرابها او څلور نور کسان د انګلیسي لوبډلې لوبغالي بهر د چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوي دي. په وژل شویو کې پیلوټ هم دی. پېښه د شنبې په ماخوستن اته نیمې بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې چورلکه له پورته کېدو شېبه وروسته ولوېده. عیني شاهدانو ویلي، چورلکه د لیسټر لوبډلې تر سټوډیوم پورې په هوا کې وه چې په لوېدو سره یې اور واخیست. لیسټر د انګلستان یو مرکزي ښار دی. ددغه ښار د فوټبال لوبډله ۱۳۴ کلن تاریخ لري.