کېدای شي هغه چاپېریال چې تاسو پکې ژوند کوی، چندانې انګېزه بښونکی نه وي؛ خو بې له شکه چې داسې کسان او وسایل شته چې تاسو ته انګېزه درکړي. الهام بښونکي کتابونه او د تکړه لیکوالو اثار ولولئ، د لویو استادانو شاګردي وکړئ، لوی مراسم لکه «اسکار» وګورئ چې په هغه کې لویو لویو کسانو ته جایزې ورکول کېږي. که موخه لرونکي او خلاق و اوسی، لرې نه ده چې یوه ورځ به د نړۍ تر ټولو پر مشهور کس بدل شی. د خلاقیت په چانس سره تاسو د ژوند لوړو څوکو ته ختلی شی. هڅه وکړئ چې ځان داسې ځای ته ورسوی چې لایق یې یاستی. ستاسو ذهني خلاقیت هغه وخت ګل کوي چې ستاسو لپاره یوه مثبته فضا برابره وي. هڅه وکړئ چې ځان ته روحیه ورکړئ، که په کوم کار کې بریالي شوی، ځان مو وستایئ او که بریالي نه شوی، ځان ته ډاډ ورکړئ چې نورې لارې چارې هم شته.