د خپلې هرې ناروا کړنې توجیه کول په دې مانا دي چې موږ ځان ته دروغ وایو. کله چې نور موږ ته دروغ وایي، فکر کوو چې توهین یې راته وکړ، ځکه یو چا ته دروغ ویل په دې مانا دي چې احترام ورته نه لری، نو ایا دا کار د دې ارزښت لري چې په تر سره کولو سره یې ځان ته بې احترامي وکړی؟ نه هېڅکله نه. رښتیني اوسېدل کلکې میړانې ته اړتیا لري؛ ځکه رښتیا ویل ډېر کله د سړي په زیان وي، خو تر ټوله ښه خبره دا چې مسوولیت منونکی یې اموخته کوي، کله چې مسوولیتونه په خپل وخت تر سره کړی او ویې منی، هغه ده چې دروغو ویلو ته نه اړ کېږی او خپل ارزښت لا لوړوی.