پېړۍ کېږي چې په طب او اخلي پخلي کې له زنجبیل څخه ګټه اخیستل کېږي؛ زنجبیل د ويټامین اې، سي، اي، د بي ګروپ ويټامینونو، مګنيزیم، پوتاشیم، فاسفورس، سلیکان، اوسپنې، سوډیم، کلسیم او د بتاکروتنینو غوره منبع ده. د تغذیې برخې متخصصین په دې عقیده دي چې زنجبیل د هاضمې سيسټم د ټولو ستونزو لپاره ښه نسخه ده. په غذایي رژیم کې د زنجبیل ور زیاتول په دې مانا دي چې نور نو د معدې له هر ډول ستونزو سره مخه ښه کوی. د زنجبیل بله ځانګړنه دا ده چې په وینه کې د غذایي موادو جذب ته لاره هواروي او د هډوکو دردونه کابو کوي، وچ زنجبیل استفراق او سرګېچي له منځه وړي. د زنجبیل کارول د مور په خېټه کې د ماشوم له هغو ستونزو مخنیوی کوي چې مېرمنو ته د امیدوارۍ په وخت کې پیدا کېږي. زنجبیل د بدن د التهاب د له منځه وړو لپاره تر ټولو ګټوره پېژندل شوې ماده ده.