مسوولیت منل هغې مرحلې ته ویل کېږي، چې تاسو د خپلو کړنو په اړه ځواب ورکوونکي اوسی او په وړتیا مو حساب وشي. دغه راز څومره چې ستاسو عمر لوړېږي، د مسوولیتونو کچه هم ور سره لوړېږي او د خپلې راتلونکې مسوول کېږی. هېڅوک نه شي کولای د هغه څه په اړه چې ستاسو د ژوند اړوند دي، پرېکړه وکړي. په دې برخه کې توپ ستاسو پر ځمکه او ستاسو په اختیار کې دی. موږ هغه وخت تجربې خپلوو چې د خپلو خاطرو او کړنو د تهدید پر ځای د خپلو کړنو او خپلې راتلونکې په اړه مسوولیت منونکي اوسو. دا ژوند په اصل کې زموږ خپل مال دی. زموږ اعمال او کړنې هغه که ښې وي او که بدې، دا موږ یو چې مسوولیت یې پر خپله غاړه واخلو. د ژوند سم لیدلوری همدا دی. په ژوند کې هر څوک له ماتې سره مخ کېدای شي، خو که یې دا زده کړي وي او یا یې زده کړي چې نور خلک باید د خپلو کړنو له کبله ګرم ونه بولي او ویې نه رټي، په اصل کې یې هېڅ ماتې نه ده خوړلې.