سامسونګ کمپنۍ غواړي د اګست په پنځمه د یوې غونډې له لارې د ګلکسي نوټ۲۰ لړۍ ځیرکو موبایلونو معرفي وکړي. په دې غونډه کې کېدای شي د ګلکسي واېچ۳ او ګلکسي فولډ۲ تر څنګ د دې کمپنۍ ځینې نور ځیرک وسایل هم کاروونکو ته معرفي او خرڅلاو ته د وړاندې کېدو نېټه یې اعلان شي. د سامسونګ کمپنۍ دغو ټولو وړاندې کېدونکو ځیرکو وسایلو ډیزاین او ځانګړنې له وړاندې افشا شوې، خو دا لومړی ځل دی چې د ګلکسي نوټ۲۰ د لړۍ ځیرکو موبایلونو بيې په اړه معلومات خپرېږي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې خپله سامسونګ کمپنۍ په خپله روسي وېبپاڼه کې د ګلکسي نوټ۲۰ الټرا تصویرونه خپاره کړل، هغه څه چې د ټکنالوژۍ ځینې کارپوهان يي تېروتنه بولي. د دغو تصویرونو خپرېدل د ګلکسي نوټ۲۰ د مینهوالو تلوسه نوره هم ډېره کړې ده، خو د بیو په اړه یې لا پوښتنه لري. که څه هم د سامسونګ ځیرکو موبایلونو مینهوال په دې باور وو چې د ګلکسي نوټ۲۰ لړۍ د ځیرکو موبایلونو بیه به د کرونا وایرس له امله د تېر کال په پرتله ټیټه وي، خو افشا شوي معلومات ښيي چې د دغه ځیرک موبایل بیه به ډېره زیاته لوړه وي.