د لاین اير شرکت اړوند يوه ۷۳۷ بویېنګ مسافر وړونکې الوتکه د اندونیزیا په جاکارتا سیند کې لوېدلې ده.
دې الوتکې چې ۱۸۸ مسافر پکې وو، د اندونیزیا له پلازمېنې الوتنه کړې چې څو شېبې وروسته هملته په سیند کې غورځېدلې ده.
ټاکل شوې وه چې دا الوتکه پنګکال پینانګ ښار ته الوتنه وکړي.
له هوايي ډګره له الوتنې څو شېبې وروسته له رادار سره د الوتکې اړیکه پرې شوې. تر پرون ماښامه لا معلومه نه وه چې څوک پکې ژوندي پاتې دي او که نه.
چارواکو ویلي چې په الوتکه کې دوه پیلوټان او پنځه کارکوونکي هم وو.
دغه بویېنګ ۷۳۷ ماکس ۸ الوتکه له ۲۰۱۶ ز کال راهیسې د اندونیزیا په هوايي لیکه کې شامله وه چې لا يې د لوېدو لامل نه دی روښانه شوی.
چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په الوتکه کې ۱۷۸ لویان، درې ماشومان، دوه پيلوټان او پنځه خدمه وو.
د اندونیزیا د هوايي اژانس مشر سوتوپو پوروو نګروهو په ټوېټ کې د الوتکې د ځینو برخو عکسونه خپاره کړي چې ګواکې الوتکه په سمندر کې غورځېدلې.
نوموړي همداراز یوه ویډیو هم خپره کړې چې وايي د جاکارتا په ختیځ کې اخیستل شوې.
د الوتکې پاتې شوني د تېلو د چاڼ د يوه دولتي شرکت ته څېرمه لیدل شوي.
د دغه شرکت یوه چارواکي ویلي: «الوتکه په اوبو کې وغورځېده چې شاوخوا ۴۰ متره ډوبه شوه.»
د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې اژانس ویاند یوسف لطیف ویلي چې دوی د الوتکې پاتې شوني لټوي.
په ۲۰۱۳ ز کال کې هم د لاین ایر ۹۰۴ ډوله الوتکه د بالي په اوبو کې ولوېده چې ټولې (۱۰۸) سپرلۍ (۱۰۸) یې وژغورل شوې.
په ۲۰۰۴ ز کال کې بیا د همدې شرکت یوه بله الوتکه له جاکارتا نه روانه وه چې تر پورته کېدو وروسته ولوېده او ۲۵ کسان پکې ووژل شول.