ډېری وخت ځورېدلي کسان دې ته اړتیا نه لري چې د نورو له خولې د ډاډګيرنې خبرې واوري، دوی غواړي یوازې خبرو ته یې څوک غوږ ونیسي او زړه ورته تش کړي. ایا پوهېږی، دوی ولې خپه دي؟ ایا په دې هم پوهېږی چې غواړي زړه درته خالي کړي؟ نو که همداسې وي، موقع او ځای ورته برابر کړئ چې خپل زړه درته تش کړي، خبرې یې د زړه په غوږونو واورئ، ان د دې اجازه هم ورکړئ چې ستاسو پر اوږو سر کېږدي او ښه ډېر وژاړي. خبرې یې مه پرې کوئ، که یې په خبرو کولو کې اوږده دمه وکړه، کولی شی په ارامۍ ورسره خپل نظر د (هو) یا (نه) په لنډه کلمه شریک کړئ. داسې وښيئ چې خبرې یې درته مهمې دي او په پوره دقت مو ورته غوږ نیولی دی. په بحث کې د ګډون لپاره تر اړوندو پوښتنو کولو بله ښه لار نشته.