د نامتو امریکایي ارواپوهې سوزان جیفرز دغه کتاب «مه وېرېږه» یو نړیوال شهکار دی، چې د نړۍ په سلو هېوادونو کې تر دریو میلیونو زیات، تر دېرشو په ډېرو ژبو خپور شوی او دا دي په دې وروستیو کې د باسط واحدي له لوري هم په پښتو شو. سوزان جیفرز د امریکایي ارواپوهانو په لیکه کې یوه نامتو او خواریکښه ارواپوهه ګڼل کېږي، چې تر اوسه یې ۱۸ کتابونه لیکلي. لومړنی کتاب یې د «وېرې احساس» و چې وروسته بیا په یوه نړیواله پدیده واوښت. سوزان په ۷۴ کلنۍ په کلیفرنیا کې په خپل کور کې ومړه چې د خاوند په خبره یې، د سرطان ناروغي یې درلوده.
دغه کتاب څلور سریزې، سل صفحې او لس فصلونه لري. د وېرې، غوسې او شک په ځواک؛ د عمل او مینې د بدلون حللاري بیانوي. مونږ هر یو نر، ښځه، ځوان، زوړ، غریب او خان وېرېږو، خو دغه ستونزه مو په ماشومانو او ځوانانو کې تر نورو ډېره ده، مونږ ته له کوچنیوالي د پام کوه! پام کوه! کلمو قدم اخیستل ګران کړي دي. عجیبه به درته ښکاره شي، خو د نړۍ په هیڅ ګوټ کې میندې او پلرونه ماشومان نه وهي، خو زمونږ په افغاني ټولنه کې یوه عادي خبره ده. له کوچنیتوبه یې په وهلو او رټلو رالویه وي، دغه کړنې د کوچنیانو فکري قوه ضعیفه، وېره یې ډېره او په اوږدمهال کې یې ژوند له ستونزو سره مخ کوي، چې کله ځوانۍ ته ورسېږي، د پرېکړو په نیولو، مثبت فکر، مسوولیت منلو او اولویت ټاکلو کې ستونزې لري، ځان ورته یو بې ځواکه کس ښکاري او هر څه ته له منفي زاویې ګوري.
د کتاب په اړه نامتو لیکوال جک کانفلیډ وايي: “هر هغه څوک چې په لوست پوهېږي، زه د دې کتاب د لوستو سپارښتنه ورته کوم.” رښتیا هم همدومره ګټور دی، ځکه تاسو ته درښیي چې ولې مونږ وېرېږو؟ د کتاب هر څپرکی د وېرې په اړه ډول ډول تاکتیکونه بیانوي، لیکواله د څېړنو پر بنیاد کاږي چې “نوي سلنه هغه څه چې مونږ یې په اړه اندیښنه کوو، نه واقع کیږي. په دې مانا چي زمونږ منفي فکرونه یوازې لس سلنه د صحیح والي چانس لري، ښه که اوس له تاسو وپوښتل شي چې مثبت فکر به ډېر عقلي وي او که منفي؟ حتماً به مو ځواب مثبت فکر وي. د خپل ژوند په اړه فکر وکړئ، زه باوري یم ډېر هغه څه چې تاسو یې په اړه اندېښنه کوله، هیڅ نه دي واقع شوي. همدارنګه دغه کتاب د وېرې په اړه وایي چې یوازینۍ لاره چې وېره ختموي او د ځان په اړه مو ډاډمن احساس پياوړی کوي، دا ده چې تر هرڅه مخکې بیرون ته لاړ شئ او لومړی هماغه کار تر سر کړئ چې تاسې ترې وېرېږی. ځکه دا مو د وېرې ختمېدو تر څنګ په ځان باور زیاتوي. باید په یاد ولرو چې له هغو نويو کارونو چې مونږ یې له سرته رسولو وېرېږو، همدا اوس داسې یو څوک شته چې دغه کار تر سره کوي، نو وېره ستونزه نه ده. که وای هغه کس ولې دا کار تر سره کوي.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار په نورو لویو کتابپلورنځيو کې هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.