له نورو سره مرسته له الهي احکامو سره سم د اسلام اخلاقي اصول پر ځای کول دي، دا عبادت دی او اسلام دې ته ستره درجه ورکړې ده. اوس پوهانو په ساینسي توګه ثابته کړې چې له نورو سره مرسته کول پر انسان مثبت اغېز کوي او دوی ته ډېرې بدني/فزیکي او ذهني ګټې رسوي. د پټس برګ پوهنتون پوهانو له ۴۵ داسې کسانو څخه ازموینې اخیستې چې دوی ته د مرستې او خیر رسولو کارونه سپارل شوي وو. په لومړي سر کې د دغو کسانو رواني او فزیکي ځینې معاینې (سکین او ایم ار آی) هم تر سره شوې. دوی له څه مودې وروسته په دغو کسانو کې وموندله چې د دوی بدني دردونه، د وینې فشار او ذهني ستومانتیا له منځه تللې او یا تر ډېرې اندازې کمه شوې ده. له دې وروسته پوهانو له هغو عامو ۴۰۰ کسانو ازموینه اخیستې چې په یو نه یو ډول یې په خیریه کارونو کې برخه اخیسته، په دوی کې هم د ذهني فشار او ستومانتیا کچه کمه وموندل شوه.