پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

په بشري جنايتونو تورن حکيم شجاعي ټپي او مرستيال يې وژل شوی دی

اکتوبر 30, 2018
in افغانستان
0 0

 

په اروزګان کې د نښتې پر مهال په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو پخوانى قوماندان حکيم شجاعي ټپي او مرستيال يې له ٢٠ نورو کسانو سره وژل شوى دى.

ځايي امنيتي سرچينې وايي چې دا پېښه وړمه ورځ د دغه ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ په حسيني کلي کې رامنځته شوې ده.

د خاص اروزګان ولسوالۍ يوه قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي چې دا نښته د يوې ښځې پر سر رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د ولسوالۍ له کُندلان کلي څخه يوه ښځه د حسيني کلي ته تښتېدلې وه، کله چې د کندلان کلي مشران حسيني کلي ته ورځي؛ نو هغوى پرې بريد کوي.

دغه اوسېدونکى وايي چې هلته د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته کېږي چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړي.

د اروزګان والي اسدالله سعيد هم په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ياده نښته او له امله يې اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړې، خو په دې اړه يې د جزياتو له  ورکړې ډډه کړې ده.

سعيد پژواک ته ويلي چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې سم کار نه کوي؛ ځکه خو دوى د پېښې په تړاو بشپړ معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د اروزګان يوې امنيتي سرچينې پژواک ته ويلي چې وسله والو طالبانو په خاص اروزګان ولسوالۍ کې بريد کړى چې د نښتې پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ کسان پکې وژل شوي دي.

يادې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، زياته کړې چې په وژل شويو کسانو کې د يادې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان حکيم شجاعي مرستيال هم شامل دى او په خپله شجاعي ټپي شوى دى.

دې امنيتي سرچينې له حکومته غوښتي چې خاص اروزګان ولسوالۍ ته بېړنۍ مرسته ولېږي، ځکه په وينا يې چې سيمه د سقوط له ګواښ سره مخ ده.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په يوه لېږلې پيغام کې ويلي چې د قوماندان شجاعي وسله والو پر دوى بريدونه کړي وو چې په ځوابي بريد کې يې د قوماندان اتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه زياته کړې چې په دې نښته کې د شجاعي اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان يې ژوندي نيول شوي دي.

قوماندان شجاعي پنځه کاله مخکې په ياده ولسوالۍ  کې د ملکي وګړو پر وژلو، ځورولو او ربړولو تورن شوى وچې کورنيو چارو وزارت د هغه د نيولو امر هم کړى و، خو په کابل کې د ځينو سياسي مشرانو له خوا د هغه د ملاتړ له امله دغه کار  ونه شو.

Share34Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In