د تغذیې برخې مشهور متخصص پیام فرح وایي، نعنا انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي او ستړیا یې له منځه وړي، نعنا د هاضمې سیسټم لپاره ګټور دی، هغو کسانو ته یې هم د خوړو سپارښتنه کېږي چې د ستړیا د له منځه وړو او انرژۍ اخیستو لپاره شيریني خوري. کولی شی له شنې او تازه نعنا څخه د ډوډۍ خوړلو پر وخت او یا هم په ورځني ډول د چای پر ځای د نعنا ځانګړی چای وڅښی. د نعنا خوړل له بدن څخه زهري مواد باسي، د سر درد له منځه وړي، د خولې بد بوی ورکوي، سرطان کابو کوي، وینه پاکوي او د سابندۍ لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. نعنا په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ویټامین بي ۳ او فاسفورس لري او د پوستکي له سلامتیا سره مرسته کوي. که څه هم چې نعنا د معدې لپاره ګټور دی، خو روغتیاپالان وایي، هغه کسان چې د معدې زخم لري، د نعنا تر خوړلو مخکې باید له ډاکټر سره مشوره وکړي.