که غواړی چې یو نوی کار تر سره کړی، خو په دې برخه کې کافي تجربه نه لری، که هر څومره هڅه هم وکړی بیا به هم له دې کاره د پام وړ لاسته راوړنه ونه لری. دا د اندېښنې وړ خبره نه ده، ځکه هېڅوک هم په لومړي سر کې مسلکي عمل نه شي کولای. له «هېڅ» نه لږ ګټه هم ښه ده. په راتلونکې کې باید له دې څخه زیاته تمه ولری. داسې فکر وکړئ چې د ډېرو لویو کارونو لپاره مو مهالوېش او پروګرام جوړ کړی، خو تر اوسه لاس پکار شوي نه یاست. ډېری مخکې له دې چې کوم کار پیل کړي، په اړه یې زیاته اندېښنه کوي، دوی داسې فکر کوي چې پر وړاندې یې د ستونزو یو دیوال پروت دی، خو که په دې بریالی شو چې کار یې پیل کړ او لاره یې پکې ومونده، نو پاتې کار به په ډېره لېوالتیا سره تر سره کړي.