پاکستان بالاخره له څو کلني نن – سبا ویلو وروسته د وسله والو طالبانو یو مهم مشر ملاعبدالغني برادر له خپل زندان څخه خوشي کړ.
ملا برادر څو کاله مخکې پاکستاني پولیسو ترهغې وروسته ونیو چې ویل کېږي د حامد کرزي له حکومت سره یې د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې وه.
د ښاغلي کرزي حکومت سولې ته د برادر د همدې لېوالتیا له کبله د پاکستان له حکومت څخه بیا بیا د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کوله.
پاکستاني چارواکو هم بیا بیا د نوموړي د خوشي کولو ژمنه کوله، خو عملاً یې په دې برخه کې کوم ګام نه اخیست.
د پاکستان له خوا په دې زماني مقطع کې د ملا برادر خوشي کول پوښتنه پیدا کوي چې دغه هېواد له دې اقدام سره کومې موخې تعقیبوي، یا کومه لوبه کوي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د ملا برادر خوشي کېدل د افغانستان د روان وضعیت له مختلفو خواوو سره تړل کېدای شي، خو دلته د جنرال رازق د شهادت له قضیې سره د دې مسئلې تړاو ته نظر اچوو.
د جنرال رازق له قضیې پام اړول
ملابرادر په داسې مهال د پاکستان له بنده خوشي شوی چې د افغانستان حکومت رسماً پاکستان د خپل یوه مقتدر پوځي او سیاسي شخصیت جنرال عبدالرازق د شهادت د قضیې په تنظیمولو تورن کړی.
د جنرال رازق شهادت نه یوازې دا چې افغان حکومت او ملت ته یوه جدي قضیه ده؛ بلکې نړیوالې ټولنې او په خاص ډول امریکا ته هم مهمه موضوع ده.
په داسې وخت کې د ملا برادر د خوشي کېدو موضوع په ډېر ګومان د جنرال رازق د شهادت له قضیې څخه د افغانستان او نړۍ د پام اړولو یوه هڅه کېدای شي.
تریوه ځایه کامیاب تکتیک
د پاکستان دا ډول لوبه له افغانستان سره نوې نه ده. دغه هېواد تردې وړاندې هم په ځلونو ځلونو په ورته لوبو سره د ځان پر وړاندې له جدي ټکیو د افغان حکومت پام په بله اړولی دی.
د لوبې دا تکتیک له بده مرغه هرځل تر یوه ځایه کامیاب ثابت شوی او پاکستان توانېدلی چې په حساس وخت کې د دوه اړخیزو اړیکو مسیر او پر ځان د فشارونو کچه را ټیټه کړي.
دا ځل هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فعالې، خو ډېرې منافقانه ډیپلوماسۍ په ادا کولو سره له یوې خوا په کابل کې د خپل سفارت په وسیله د ملابرادر د خوشي کېدو اعلان وکړ او له بل لوري یې د بهرنیو چارو وزیر د جنرال رازق په قضیه کې د ور پورې شویو تورونو د رد لپاره د ملا برادر خوشي کېدل د افغانستان پر وړاندې د خپل هېواد حسن نیت وباله.
کمزورې مقابله
افغانستان له بده مرغه ونه توانېد چې د پاکستان له داسې بیا بیا خورا منافقانه لوبو وروسته د دغه هېواد بشپړې مقابلې ته هر اړخیز چمتووالی( لږ ترلږه په ډیپلوماتیکه برخه کې) ونیسي.
دې داسې اماده ګۍ د نه لرلو دلیل هم واضېح او تر ډېره حده زموږ په ډیپلوماتیکه دستګاه کې د سمو ګومارنو او سیسټم جوړونې پرځای پر سیاسي او سلیقوي چلندونو د ملي یووالي حکومت تمرکز دی.
دا موضوع تر دې حده جدي ده چې د بهرنیو چارو وزارت مخکیني سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ان د مخه ښې په مراسمو کې تېره اونۍ شکایت ترې وکړ.
موږ که غواړو د پاکستان له شرمونکو لاسوهنو په سم ډول خلاص شو، زموږ د ډیپلوماتیکې دستګاه په واقعي مانا فعالول او مسلکي کول به راته یو مهم مسوولیت وي.