سپما د عوایدو هغې برخې ته وایي چې نن یې نه لګوو او د سبا یا بلې ورځې لګولو او کاروبار لپاره يې ساتو. سپما یوازې د نغدو پیسو ساتلو ته هم نه وایي، هر هغه څه چې نن یې وساتی، سبا ترې ګټه واخلی او ژوند مو مخ ته پرې ولاړ شي، اړتیا مو پوره کړي او د بل له احتیاجه مو خلاص کړي؛ سپما بلل کېږي. موږ او تاسو چې کله د سپما خبره اورو، لومړنی شی مو چې ذهن ته راځي هغه بانک دی. موږ فکر کوو چې سپما یانې په بانک کې د نغدو پیسو ساتل. خو سپما یا Saving په اصل کې نه مصرف شوي عواید دي، هغه که په هر ډول وي او هر چېرته یې وساتی.
سپما یانې همدا نن په ورځني ژوند کې د ډېر او بې ځایه لګښت مخه نیول. هڅه وکړئ چې د کورنۍ غړي مو د سپما له ګټو خبر کړی او د سپما کولو لارې چارې ورته وښيئ. د سپما کچه ستاسو د عوایدو په کچې پورې اړه نه لري، کولی شی خپله ورته یوه مناسبه اندازه وټاکی.